لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا طاهر اشرفي دعوه کړې د مولانا سمیع الحق قاتل ورته معلوم دی


په اسلام اباد کې په نامعلومه حالاتو کې د مذهبي مشر او د حقاني مدرسې مشر (مهتمم) مولانا سمیع الحق د وژنې وروسته نه خو تر اوسه د پاکستان حکومت، حکومتي چارواکو او نه هم د مولانا کورنۍ په دغه وژنه کومه اداره، ډله یا کسان تورن کړي. خو د پاکستان په میډیا ځني کسانو د حکومتي پلټنو سر ته د رسیدو وړاندې د مولانا سمیع الحق وژنه د افغان حکومت یا د افغانستان سره د تړلو هڅې کوي.

په دغه کسانو کې یو د پاکستان د مذهبي تندروه ډلو اېتلاف ( پاکستان علماء کونسل) مشر مولانا طاهر اشرفي دی. نوموړي د مولانا سمیع الحق د وژنې وروسته د پاکستان یو شخصي ټیلي وېژن سره په خبرو کې بغیر د څه ثبوتونو ادعا کړې دا کار افغانستان کې د پاکستان دښمنانو کړی دی.

٫٫ مونږ ته قاتل معلوم دی چې څوک دی. قاتل دې دا نه گڼي چې د مولانا مشن ختم شوی دی. په خداې قسم د مولانا مشن نه دې ختم. مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ناست د پاکستان دښمنانو ( د مولانا وژلو لپاره) د نن ورځې انتخاب ولې کړی. زه دا په ډاګه ویېل غواړم که مونږ د افغانستان د بقا لپاره خپله وینه ورکړې، نو مونږ له د خپل هیواد دفاع لپاره د خپلې وینې ورکولو چل هم راځي. د مولانا(سمیع الحق) وینه به ضائع نه ځي. بزدلانو تاسو د بزدلانو غوندې وار کړی دی.٬٬

په خپله دغه مرکه کې مولانا طاهر اشرفي د تور لگولو ترڅنګ دا ګواښ هم کړې چې د مولانا سمع الحق د وژنې بدل به اخلي او زیاته کړې يې ده که څوک دا فکر کوي چې د مولانا سمیع الحق د وژنې سره به (د هغه په وینا٬٬ 'د افغانستان جهاد' د منځه لاړ شي نو هغوي په خطا دي.

٫٫ که څوک دا گڼي چې د افغانستان جهاد به د مولانا سمیع الحق د شهادت سره ختم شي. دا شهادت به د افغانستان جهاد ته نور طاقت ورکړي. ماته معلومه ده چې نن په غرونو، غارونو او جوماتونو کې کومې اوښکې بهیږي، دا د مولانا سمیع الحق د وینې په برکت د ګټې یوه نخښه ده.٬٬

د نوموړي په دغو دعوو په سوشل میډیا هم ځينو خلکو خپل غبرګون شریک کړی دی.

یو تن د غیرقانوني پیسو د راکړې ورکړې ادارې ایف ای ټي ایف ته ویلي د پاکستاني ملا دغه خبره دې په یاد کې ونیسي.

مولانا سمع الحق او د هغه لانجمنه مدرسه دارلعلوم حقانیې په اړه نړیوال مطبوعات او څیړونکي په دې نظر دي چې په افغانستان کې دننه د روانې ترهگرۍ او د طالبانو د بغاوت لوېې ملاتړ هم دغه مدرسه گڼي.

مولانا سمیع الحق به ځان ته پخپله د "طالبانو پلار" ویل. او نړیوالې میډیا به اکثره هغه هم په دغه لقب یادوو. ځکه په افغانستان او پاکستان کې اکثره طالب وسله د حقانیه مدرسه نه فارغ شوي وو.

تراوسه دا نه ده معلومه چې مولانا سمیع الحق چا وژلی او نه يې چا د وژنې پړه په غاړه اخېستې.

خو د پاکستان په شخصي ټیلي وېژنواو د سوشل میډیا په پاڼو روانو بحثونو کې څوک هغه د یو دیني عالم په توګه یادوي، او یو شمیر نور يې بیا په یو یواځې کور کې په بې دردۍ وژنه پوښتنې کوي. په سوشل میډیا دا غوښتنې هم روانې دي چې پلټنې دې زر تر زره سر ته ورسي چې مولانا سمیع الحق ولې او څنگه چا په چړو او چاکوانو ووژلو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG