د لاس رسي وړ اتصالات

لسګونو ښځو کابل کې د خپلو حقونو لپاره بیا لاریون وکړ


تیره اونۍ کابل کې دښځو یو سوله ییز لاریون په تاوتریخوالي واوښت او د طالبانو وسله والو یې مخ ونیوله.
تیره اونۍ کابل کې دښځو یو سوله ییز لاریون په تاوتریخوالي واوښت او د طالبانو وسله والو یې مخ ونیوله.

د مدني ټولنې په لسګونو ښځینه فعالینو د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ ( لړم څلورم) کابل کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما دفتر سره نږدې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره لاریون وکړ.

دغو ښځینه فعالانو د لاریون پر مهال " د کار حق، د زده کړو حق زمونږ د ازدۍ حق دی" شعار ورکوه. دغو فعالانو د افغان ښځو د حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې پر چوپتیاهم انتقاد کوه

دغو لاریون کوونکو د " د ملګرو ملتونو بې اعتنايي د تاریخ شرم دی" . او هم "تاریخ ستاسو پر چوپتیا شرمیږي". شعارونه هم ورکول.

ښځینه لاریون کوونکو دا لاریون پرته د تاوتریخوالي پای ته ورسید. د دغه لاریون یوې تنظیموونکي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې لاریون کوونکو غوښتل، چې خپلې غوښتنې افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشې د ځانګړې استازې میرمن دیبرا لاینز سره په کتنه کې خپلې غوښتنې شریکې کړي، خو د ځانګړې استازې سره په کتنه بریالې نه شوې.

د دغه لاریون یوې تنظیموونکي فوزیه وحدت وویل، چې افغان ښځینه لاریون کوونکو یو انتقاد دا وو، چې نړیوال سازمانونه او د مرستې رسونې ادارې د هغو افغان میرمنو سره د افغانستان دښځو پر وضعیت باندې خبرې کوي، چې له دغه هیواد بهر ژوند کوي.

د دوی غوښتنه دا وه، چې نړیوالې ادارې باید د هغو ښځو سره خبرې وکړي، چې په افغانستان کې ژوند کوي او ټولې ستونزې ګالي.

میرمن وحدت وویل، چې لاریون کوونکې ښځې د ملګروملتونو مرستندویه دفتر ځواب ته لا هم په تمه دي.

ملګروملتونو مرستندویه دفتر یوناما د دغو لاریون کوونکو سره د کتنې او د هغوی د غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي.

خو یوناما مشرۍ تیره ورځ په کابل کې د ښځیو د یو شمیر استازو سره چې د یو شمیر ولایتونو څخه کابل ته راغلې وې کتلي او د هغوی ستونزې یې اوریدلي دي.

یوناما د خپل ټویټر په پاڼه د دغې کتنې په اړه ویلي " د افغانستان له ولایتونو څخه ښځو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د دیبرا لاینز او د یوناما د مرستیالې میټي نوډسن سره ولیدل او افغانستان کې د پام وړ ستونزو په اړه چې ښځې ورسره مخ دي خپل نظرونه شریک کړل. ټول په دې موافق وو، چې هره انجلې د زده کړو حق او هره ښځه د کارحق لري".

کابل کې د سه شنبې د ورځې لاریون د تیرې اونۍ د ښځو د یوې ډلې د لاریون وروسته شوی دي.

تیره اونۍ کابل کې د طالبانو د اسلامي امارت امنیتي ساتوونکو د ښځو د یو سوله ییز لاریون مخه ونیوله او هغه خبریالان یې وډبول، چې د ښځو د لاریون څخه یې فلم او عکسونه اخیستل.

XS
SM
MD
LG