د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ په ۲۰اوریز نړیوال جام کې د افغانستان لومړي بري ته غبرګونونه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په عربي متحده اماراتو کې د کرکټ د شلو اورونو د نړیوال جام په سیالیو کې د سکاتلنډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پدې سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه وګټله.

افغانستان دا لوبه د ۱۳۰ منډو په توپیر وګټله او په نړۍ کې درېیم هیواد شو چې په دومره ستر توپیر لوبه ګټي. د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی مجیب الرحمان شو چې د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي یې وسوځول.

د لوبې د ګټلو په هکله په ټولنیزو شبکو کې بیلا بیل غبرګونونه ښودل شوي.

مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني، طالب مشرانو او د مخکني حکومت پخوانیو غړیو د افغانستان په بري خوښې ښودلې.

ښاغلي غني په ټویټر کې د لوبې د غوره لوبغاړي مجیب الرحمان د انځور د خپرولو سره ولس ته مبارکې ورکړې او لوبغاړي یې ستایلي دي.

د ښاغلي غني تر څنګ د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي بیا په ټویټر کې لیکلي چې د افغان لوبغاړو ښې لوبې افغانستان ته عزت او خوشحالې ور وبخښله.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم افغان ولس ته په نړیوال جام کې د افغانستان د لوبې ګټلو مبارکې ورکړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم پخپل ټویټر کې د لوبې هغه انځور خپور کړی چې څو تنو د افغانستان ملي بیرغ نیولی او افغان لوبغاړي د ملي سرود اوریدو ته ولاړ دي.

ملي بیرغ، ملي سرود او د کپتان محمد نبي ژړا

د افغانستان او سکاتلنډ د لوبې د پیل نه وړاندې په لوبغالي کې د افغانستان ملي سرود پداسې حال کې وغږول شو چې د هیواد درې رنګه (تور ، سور او زرغون) ملي بیرغ هم څو تنو نیولی و.

د ملي سرود په پای کې د افغانستان د لوبډلې کپتان محمد نبي وژړل. د طالبانو له راتګ وروسته داسې ویل کېدل چې شاید د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان ملي سرود ونه غږول شي او ملي بیرغ یې نه وي.

په ټولنیزبو شبکو کې ګڼ شمیر کسانو د ښاغلي نبي د ژړا انځورونه خپاره کړي او د هغه احساس یې ستایلی.

د محمد نبي تر څنګ د لوبې غوره لوبغاړي مجیب الرحمان هم وویل چې په لوبغالي کې د نندارچیانو سره د ملي بیرغ په لیدو لوبغاړ انرژي اخیسته او خوښي یې ښودله. هغه د نندارچیانو نه مننه وکړله چې د بیرغونو سره یو ځای لوبغالي ته ورغلي و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړي او د پاکستان د مشرانو جرګې غړي محسن داوړ د محمد نبي د ژړا انځور سره لیکلي، " زړه ماتونکی دی چې افغان کپتان د ملي سرود اوریدو په وخت په ژړا ولیدل شي. زیات وخت کیږي چې افغانستان د نړیوالو قوتونو د جګړې میدان دی. د نړیوال وجدان پیدا کیدو ته دعا کوم چې بشریت او غمشریکي د قدرت او حرص نه پورته وبولي".

د کرکټ د نړیوال دا جام سیالۍ په عربي متحده اماراتو کې کیږي. په سیالیو کې ټولې ۱۲ لوبډلې دي چې په دوو ګروپونو ویشل شوي.

د افغانستان سره په ګروپ کې هند، پاکستان، نیوزلینډ، سکاټلینډ او نمیبیا دي. د افغانستان بله لوبه د همدې راتلونکې جمعې په ورځ د پاکستان د لوبډلې سره ده.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG