د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: خوست د پولیو کمپاین پیلیدلو ته پوره چمتو دی


آرشیف
آرشیف

د خوست روغتیایي چارواکي وایي چې په دې ولایت کې د پولیو واکسین تطبیق ته چمتوالی لري او د کمپاین په پیلېدو به په ټولو ولسوالیو کې شاوخوا درې لکه ۱۳ زره ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورسوي.

د روغتیایي چارواکو په وینا چې د واکسین درېدلي بهیر پیل ته یې خپل چمتوالی بشپړ کړی او ټول رضاکاران به د واکسین په دریو ورځو کې زرګونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورکړي.

ډاکټر ګل محمد دین، د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال وایي: ”د خوست په سطحه موږ پلان لرو چې د خوست په ټولو ولسوالیو کې د مرکز په ګډون له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته چې شمېر یې درې لکه دیرلس زره شپږ سوه پنځوس تنو ته رسیږي د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق کړو. “

بل لوری عام خلک په بېړنۍ توګه د واکسین د ځنډ پای ته رسول غواړي او زیاتوي چې ګڼ شمېر ماشومان د پولیو له ګواښ خوندي نه دي نوځکه باید پر وخت ورته د واکسینو ټیمونه ورسیږي.

د خوست د مرکز او اسمعیل خېلو د مندوزیو اوسیدونکو امریکا غږ ته وویل چې دا ځل به یې د ولسوالۍ هغو سیمو کې هم د پولیو واکسین تطبیق شي چې وړاندې به په کې یو څه محدودیتونه موجود ؤ.

دوی وایي: "... رېښتیا خبره داده چې وړاندې به زموږ په ولسوالۍ کې د پولیو واکسین تطبیقېدل اوپه ځينو مواردو کې محدودیتونه هم ؤ خو له نېکه مرغه اوس امنیتي فضا رامنځ ته شوې او باوري یم چې دا ځل به د واکسین د تطبیق په پروسه کې هیڅ ډول ستونزه رامنځ ته نه شي."

جاوید، د خوست مرکز اوسېدوونکی بیا وایي: "... خوست کې به لکونه ماشومان هرکال په منظمه توګه واکسین کېدل خو سږ کال د واکسین له پروګرام نه بې برخې دي؛ موږ غواړو چې ژر د واکسین کمپاین بېرته پیل شي."

افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې د پولیو یا ګوزڼ ناروغي لاهم په کې د ماشومانو ژوند ګواښي.

ټاکل شوې ده چې د ټول افغانستان په کچه د پولیو د مخنیوي کمپاین د روان میلادي کال د نومبر په اتمه نېټه پیل شي چې له مخې به یې سلګونه زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورسیږي.

XS
SM
MD
LG