لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عثمان کاکړ د مرګ د پلټنې دپاره دې آزاد عدالتي کمېشن جوړ شي - ګوند


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اطلاعاتو مرکزي سېکرېټري رضا محمد رضا وايي د عثمان کاکړ د مرګ د پېښې د پلټنو لپاره دې يو آزاد عدالتي کميشن جوړ شي.

وي او اې ديوه ته په ځانګړې مرکه کې رضا محمد رضا وويل که څه هم دوی پر عدالتي کميشنونو باندې ډېر باور نه لري خو وايي چې که د قاضي فايز عيسی د اتم اګست ۲۰۱۶ د کوتې د وکيلانو د پېښې په ډول کميشن جوړ شي دا به د عثمان کاکړ د مرګ د پېښې لاملونه او ذمه وار په ګوته کړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان څانګې مشر عثمان کاکړ د جون په اولسمه له خپل کور څخه د کوټې يوه شخصي روغتون ته په ټپي حالت کې وړل شوی و، له هغه ورستو د ښه علاج لپاره هغه د کراچۍ شخصي روغتون اغا خان ته په خصوصي طياره کې يووړل شو، خو هلته هم د هغه علاج ونه شو او ۲۱ جون يې په روغتون کې ساه ورکړه.

د عثمان کاکړ کورنۍ او ګوند يې تور لګوي چې هغه په خپل کور کې د وژل کېدو په هدف پر سر وهل شوی دی. دوی وايي د کاکړ مرګ، «قتل» دی.

بل اړخ ته د بلوچستان د داخله چارو وزير مير ضيا لانګو د نهې/سې شنبې په ورځ په کوټه کې خبري کنفرنس کې دا تورنه نه يوازي رد کړه بلکې ویې ويل: «له پرون راهسې ځېنې ملک دښمنه قوتونه د عثمان کاکړ د مرګ په حقله پروپېګنډه کوي. له يوې خوا زمونږ تاوان وشو مونږ له يوه عظيمه رهنما محرومه شوو، خو ځيني ملک دښمن قوتونه پر دې موقع ځينې غلط فهمۍ پېدا کوي.»

د يوه سوال په ځواب کې ضيا لانګو وويل چې که د عثمان کاکړ کورنۍ د هغه د مرګ په حقله کوم شک لري او د پلټونو غوښتنه کوي، «حکومت يې مرستو ته تيار دی.»

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري د عثمان کاکړ د کورنۍ د دغه تور په ځواب کې وي او اې ډيوه ته ويلی چې داسې خلک شتون لري چې نفسیاتي مسله لري علاج ته اړتيا لري، څوک د خپل د پلار په قبر سیاست نه کوي خو داسې ښکاري چې «زوی يې د خپل پلار مړي ته هيڅ درناوی نه لري».

د ضيا لانګو سره په خبري کانفرنس کې شريک ډاکټر نقيب اڅکزي چې د عثمان خان کاکړ د سر اپرېشن يا لومړي عمليات يې کړي وو، وویل: «د عثمان کاکړ په سي ټي سکېن کې د فالج يا بلې ناروغۍ يا دورې کوم ثبوت يا نښان نسته، بلکه د هغه پر سر بلنټ چهوټ( کاري ضرب) و، ، دا له هرې وجې کېدای شي له غورځېدو هم کېدای شي،او داسې زخم له وهلو څخه هم کېدای شي.»

د جنازې مراسمو ته آمادګي

د پښتون سیاستوال او پخواني سنېټر عثمان کاکړ مړی له کراچۍ څخه د جلوس په شکل کې کوټې ته رسول شوی دی.

له حب چوکۍ څخه نيولې بيا تر کوټې پورې په ټولو وړو او لويو ښارنو کې د هغه و جسد ته د عقيدت پېرزوېنې د وړاندې کولو په موخه د بلوڅ قامپرسته سياسي ګوندونو د غړو او مشرانو تر څنګ د مذهبي سياسي ګوندو غړي او مدني فعالان ھم په ګڼ شمېرو سړکونو ته را وتلي او د عثمان کاکړ د جنازې پر موټر يې سره ګولونه پاشل.

د عثمان کاکړ پر مرګ د هغه ګوند د اوو ورځو د سوګ اعلان کړی دی. د بلوچستان د تجارانو د تنظيم له لوري په ټول ایالت کې نن د يوې ورځې کار بنديز او سوګ او د وکيلانو تنظيمونو هم له عدالتونو څخه د دوو ورځو لپاره له عدالتي کاروايي څخه د بايکاټ اعلان کړی دی.

د پښتنونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي سېکرېټري اطلاعات رضا محمد رضا په خبره د عثمان کاکړ د جنازې او دفن مراسم به نن د شورو/چهار شنبې په ماښام پر پنځه بجې د هغه په پلرني ټاټوبي مسلم باغ کې تر سره کېږي او د مراسمو لپاره يې پوره ترتيب نيول شوی دی.

بل لوري ته د پښتنو ژغورنې غورځنګ د کوټې ذمه واران وايي د عثمان کاکړ د جنازې په مراسمو کې به د غورځنګ مشر منظور احمد پښتين هم ګډون کوي. د دوی په خبره د بلوچستان له حکومت څخه يې د عوامي نيشنل ګوند بلوچستان د مشر اصغر خان په مرسته د منظور پښتين و بلوچستان ته د راتللو قانوني اجازت اخيستی دی.

د بلوچستان د داخله چارو وزارت له لوري جاري شوي يوه فرمان کې د منظور پښتین او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ته د عثمان کاکړ په جنازه کې د شرکت لپاره يو وار و بلوچستان ته د داخيلدو اجازت ورکړل شوی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG