لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عارف وزير په یاد کې د کوډ19 په وجه د پښتنو نړیوالې ورچول غونډې شوي


په خونړۍ حمله کې د وژل شوي پښتون سیاست وال عارف وزیر په یاد کې د غمرازۍ په ورچول(په ان لاین بڼه) غونډو کې د هغه د قتل مذمت شوې.

ددې غونډو تابیا کونکو وویل دکوډ 19 په وجه په ګڼه ګوره د بنديز له عمله د عارف وزیر په یاد کې ورچول غونډې کوي. دا قسمه غونډې په نړۍ کې په تېزۍ سره رواج مومي.

د عارف وزیر په یاد کې یوه غونډه پښتون کونسل کنیډا او بله پښتون جرګه امریکا، پښتون ژغورنې غورځنګ امریکا، او په کلیفورنیا کې افغان/ پشتون اولوسونه وکړه چې پکې د پاکستان، افغانستان، اروپا، شمالي امریکا او منځني ختیز نه پښتنو سیاست مدارانو، فعالانو او لیکوالانو برخه اخسته.

د پښتون کونسل کنیډا غونډې ته د پیښور نه د پی ټي ایم مهم مشر سید عالم مسید وویل د عارف وزیر قتل ډېره غټه سانحه ده دې قتل ڼول پښتانه راپارولي دي. سید عالم مسید وویل په عارف وزیر دومره قوي حمله شو وه چې بچ کیدل ېې ګران وو.

سید عالم مسید وویل په دوه کاله کې پي ټي ایم ډېر تاوانونه وکړل چې یو پکې د عارف وزیر قتل دی خو دې قتل دا ګټه وکړه چې په ټوله نړۍ کې یې پښتانه را یو ځای کړل.

د ډاکټر مسید په اند د هغوي نه پښتانه زلمي تپوس کوي چې په دوي تششد روان دی او د سر سړي یې وژل کیږي نو دوي به اخر تر کومې د عدم تششدد په لار روان وي?

هغه دعوا وکړه چې پښتانه اوس په دې سوچ ورسیدل چې د خپلو حقونو لپاره یوه سکوټه تګ لاره وټاکي. خو هغه دا هم وویل تر ددغې مرحلې ته په رسیدلو کې لا یو څو پړاوونه پاتې دي.

د پښتون کونسل کنيډا مشر سراج خان هم دغه ان لاین سیمینار ته وینا وکړه. ښاغلي سراج وویل د بد بختۍ نه پښتانه تل په غم کې راغونډېږي هغه وویل د عارف وزیر د قام لپاره قربانیو ته د قدر په سترګه ګوري . هغه وویل پښتنو خپل غلیم پیژندلی دی خو د وخت تقاضه دا ده چې دا وخت د زغم نه کار اخلي.

د پښتون کونسل امریکا صدر رسول محمد غونډې ته وویل چې د عارف وزیر قاتلان هغه خلق دي څوک چې پښتانه یو سیاسي او معاشي طاقت جوړیدلو ته نه پرېږدي، د ښاغلي رسول په خیال عارف وزير هم د پښتنو د معاشي او سیاسي یو والي د خوب پلوي وو.

په دې غونډو کې ښځینه فعالانې هم شرېکې وې صوفيه بي بي وويل د عارف وزير غم د ټول پښتون قام لپاره ډېره درنه ورځ ده. زنيب بي بي د عارف وزير دقتل مذمت وکړو .

جوهر لونګين وویل پښتانه دې په سياسي توګه منظم شي او د تشدد لاره دې خپله نهٔ کړي.

د پښتون جرګه امریکا، پښتون ژغورنې غورځنګ امریکا، او په کلیفورنیا کې افغان/ پشتون اولوسونه کړی وه ته د نورو وینا والو تر څنګ وتلی پښتنې پښتنې فعالې ګلالۍ اسماعیل وینا وکړه.

ګلالۍ اسماعیل وویل عارف وزیر ډېر نر فعال وو, هغه به خپله خبره ډېره په ډاګه کوله. هغې وویل د پښتون ژغورنې غورځنګ په تحریک کې دوه کسانو ډېره سپینه خبره کوله چې یو عارف وزیر وو او بل ارمان لوڼې وو او دواړه ووژل شول.

ګلالۍ وویل د عارف وزیر په کورنۍ کې اووه ښځې کونډې شوي خو هغه خپله مبارزه نه پرېښودله

په غونډو کې د یادو کسانو نه علاوه شوکت خان , جوهر لونګين , نور صابر صابري, فرهاد حبیب اوکزي, ډاکټر مقصود يوسفزي, سيراج خان, ايمل خټک, ډاکټر هارون اورکزي, طارق عالم ( هالنېډ) عمير ذاده افغان, ډاکټر کمال, نواز خان ( پي ټي ايم امريکه), فرهاد يوسفزئ, عمير خان ,ممتاز خان, شريف مومن ( صدر پيوستون ټولنه کنېډا ), عطا الله خان, حافظ مرغوب او جهانګير بخاري ګډون کوو.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG