د لاس رسي وړ اتصالات

حکومت د اداري فساد سره مبارزه کې ناکام و ـ دانش


د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، که څه هم په دې وروستیو کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت هڅې زیاتي شوي، خو حکومت لا په دې برخه کې خپل ټاکل شوي هدف ته نه دی رسېدلی.

سرور دانش د دوشنبې په ورځ (ډسمبر ٩) له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته په خبرو کې اطلاعاتو قانون ته لاسرسی، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او د حکومت لخوا د حساب ورکولو بهیر رامنځته کول، له مدني ټولنو څخه ملاتړ د حکومت د تر سره شویو اقداماتو په توګه یاد کړل.

ښاغلي دانش همدارنګه له اداري فساد سره د مبارزې قانون، پر هغه د څار د خپلواک کمېسیون، د فساد پر ضد د ملي ستراتيژۍ رامنځته کول او یو لړ نور اقدامات په دغه برخه کې د افغان حکومت لخوا نور تر سره شوي اقدامات وبلل.

خو ښاغلي دانش د افغان حکومت لخوا د یادو تر سره شویو اقداماتو سره سره ومنله چې حکومت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې هدف ته نه دی رسېدلی.

هغه وویل: "په صراحت سره باید ووایم، چې موږ لا خپل ټاکل شوي هدف ته نه یو رسېدلي،ناکامۍ هم لرو، په ټوله کې باید ووایو چې، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د بنسټ جوړولو او نظام جوړولو په برخه کې ناکامه وو."

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر «یوناما» هم په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د افغانستان له ادارې فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د فساد د مخنیوي په برخه کې لازم کار نه دی کړی.

د یوناما په اعلامیه کې راغلي: "دغه مرکز لا په لویه کچه د فساد په مخنیوي کې اغیزمن کار ندی کړی. د اداري فساد په اړوندو څیړنو په اړه د نیونې او احضار پام وړ شمیر امرونه او له هېواده بهر د نه وتلو یا ممنوع الخروج حکمونه تراوسه نه دي عملي شوي او ډیر محکوم شوي د خپلې جزا د حکم د عملي کولو لپاره ندي نیول شوي."

په دغه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د مشر تدامیچو یماموتو له قوله ویل شوي، چې افغان حکومت باید د قوانینو پر عملي کولو او له قانون څخه پر سرغړوونکو باندې تمرکز وکړي.

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د سرمفتش ادارې یا «سیګار» هم د روان میلادي کال په اکتوبر میاشت کې وویل، چې افغان حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې له ۷۶ معیارونو څخه ۵۷ معیارونه پوره کړي دي.

سیګار ویلي و، چې د پاتې معیارونو د پوره کولو لپار نورو اقداماتو ته اړتیا ده. دغه ادارې تر دې مخکې ویلي و، چې ادارې فساد په افغانستان کې د طالبانو د پیاوړتیا لامل شوی دی.

XS
SM
MD
LG