د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د څلور میلیارد ډالرو بهرنۍ مرستې اجازه ورکړه


جمهور رئیس ټرمپ له کانګرس سره په څلور میلیارده ډالره جنجال پریښود
جمهور رئیس ټرمپ له کانګرس سره په څلور میلیارده ډالره جنجال پریښود

امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس دونالډ ترمپ وايي چې بهرنۍ مرستې نه کموي او په دې لړ کې یې د څلور میلیارده ډالرو بهرنۍ مرستې د مصروفولو اجازه ورکړه.

جمهور رئیس ټرمپ د امریکا د بهرنیو مرستو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه او هغه یې بیځایه او غیر ضروري بللې وې.

ښاغلي ټرمپ وویل:" موږ داسې هیوادونو ته په میلیاردونو ډالر ورکوو چې هیڅ یې نه خوښیږو، حتی ډیر لږ یې هم نه خوښیږو. زه یې کموم."

خو وروسته له هغه چې دیموکراتو او جمهوري غوښتونکو قانون جوړونکو د سپینې ماڼۍ په هڅه اعتراض وکړ، د ټرمپ حکومت خپله مبارزه ودروله.

یو شمیر کارپوهان له جمهور رئیس ټرمپ سره موافق دي او وايي ټولې هغه مرستې چې یو شمیر سازمانونو او هیوادونو ته ځي په اغیزناکه توګه نه مصرفیږي. خو دوی له دلیل پرته د مرستو د کمیدو د پیشنهاد په وړاندې اعتراض کړی دی.

یو شمیر نورو کارپوهانو او نړیوالو پراختیايي ادارو د مرستو د نه کمیدو له پریکړې هرکلی کړی او هغه یې یوه لویه بریا ګڼلې ده.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په عام محضر کې له جمهور رئیس سره موافق دی چې د امریکايي ټکس ورکوونکو هر ډالر باید په احتیاط مصرف شي او د امریکا لومړیتوبونه منعکس کړي.

خو د یو شمیر نړیوالو پراختیايي ادارو مشرانو له ښاغلي پمپیو څخه مننه کړې چې د پردې تر شاه په پراخ ډول د بهرنیو مرستو د کمیدلو سره مخالفت څرگند کړی دی.

د جمهور رئیس ټرمپ په لارښونه د بهرنیو چارو وزارت د لاتیني امریکا دریو هیوادونو السلوادو، ګواتیمالا او هندوراس ته بهرنۍ مرستې کنګل کړې او ویې ویل دا مرستې بندوي چې یاد هیوادونه امریکا ته د راتلونکو غیر قانوني کډوالو د مخنیوي لپاره اساسي کار نه کوي.

XS
SM
MD
LG