د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د ښځو د جنسي تقویت نوي درمل


د امریکا د متحده ایالاتو د غذایي او درملو موادو ادارې د "ویلیسي" په نامه درملو د عرضې او خرڅلاو ته اجازه ورکړه چې د "ښځو د وایګرا" په نامه شهرت لري.

ویلیسي چې اوس د پیچکارۍ په توگه شته هغو ښځو ته تجویز کیږي چې د مختلفو دلیلونو په وجه یې جنسي لیوالتیا له لاسه ورکړې ده.

ټاکل شوې چې دغه درمل د همدې کال (۲۰۱۹) سپتمبر په میاشت کې د امریکا بازارونو ته وړاندې شي، خو د درمل جوړولو شرکتونو یې تر اوسه بیه نده ټاکلې.

ویلیسي د جنسي مقاربت نه یواځې ۴٥ دقیقې دمخه د پوټکي لاندې پیکاري کیږي، خو ډاکترانو ویلي دي چې دغه درمل باید په ٢۴ ساعتونو کې له یو وار نه زیات استعمال نشي او په میاشت کې یواځې اته ځلې وکارول شي.

همداشان هغه ښځې چې ددغو درملو مثبت اثرات تجربه کوي باید د دوو میاشتو– حد اکثر ١٦ ځلو- څخه زیات ورڅخه گټه وانخلي.

د امریکا د کلیفلنډ پوهنتون پوهانو چې د ویلییسي درملو په هکله یې څیړنې کړي ، جنسي بې میلي یې د ښځو پر ژوندانه باندې یو اثر لرونکی عامل گڼلی دی چې د هغوی په نفس باندې په باور، د بدن په فزیکي جوړښت، روحي ستونزو او د هغوی په کورنيو او ټولنیزو اړیکو منفي اثر کوي.

اټکل کیږي چې په متحده ایالاتو کې شاوخوا ١٠ فیصده ښځې د جنسي بې میلۍ او یا د جنسي لیوالتیا له کموالي سره مخامخ دي.

د نارینو د جنسي قوت درملوویاگرا، خرڅلاو او تجویز په امریکا زیات شور او زوږ رامنځ ته کړی و او د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانو د درمل جوړولو شرکتونه د ښځو په وړاندې په توپیر تورن کړل.

د والثم د درمل جوړولو شرکت چې د ویلیسي درمل تولیدوي هیله ښودلې چې دغه درمل دغې مناظرې او د ښځو په وړاندې د تبعیض ادعاو ته د پای ټکې کیږدي.

د امریکا د متحده ایالاتو د درملو او غذایي موادو ادارې د ٢٠١٥ کال په اگست کې د ښځو د جنسي قوت یو بل ډول درملو ته چې ادیا نومیږي اجازه وکړې وه.

XS
SM
MD
LG