د لاس رسي وړ اتصالات

د اردوغان مخالف مشر د استانبول ښاروال کیږي


.
.

د استانبول د ښاروالۍ په انتخاباتو کې د ترکیې سیاسي مخالف ګوند د پام وړ رایي ګټلي چې دا بری د جمهور رئیس طیب اردوغان دپاره یوه څرګنده ماتی ده.

د اردوغان ګوند په استانبول کې د پنځه ویشت کالو راهیسې حاکمیت درلود.

د یکشنبې په شپه د نتایجو د اعلان وروسته، د استانبول په ایالتي انتخاباتو کې اکرام امام اوغلو د جمهور رئیس اردوغان کاندید ته ماتې ورکړه او امام اغلو دا بری د ولسواکۍ بریا وبلله

د رایو د مرکزونو وروستۍ نتیجې ښيي چې د جمهورریس اردوغان ملاتړ لرونکی کاندید بن علي یلدرم په اوو لکو رایو ماتې خوړلې ده.

د دې بري نه پس د دولت سیاسي مخالف مشر امام گلو یوې سترې غونډې ته وینا کې ویلي چې دا بری د ولس بری دی

پخپله جمهورریس اردوغان خپل حریف ته په دې بري مبارکي ورکړې او ویلي ېې دي چې ملت یو ځل بیا د راېې د حق څرگندونه وکړه.

خو د مبارکۍ سره سره ېې دا هم ویلي چې دې بري کې د انتخاباتي عملي د ناسمې څارنې لاس هم لیدل کیږي.

پخپله جمهورریس اردوغان هم کال ١٩٩۴ کې همداسې د ښاروال په انتخاباتو د بري سره د ترکېې سیاسي صحنې کې را څرگند شوی و.

XS
SM
MD
LG